د "پولیو څخه پاک افغانستان" ادارې اعلان کړی چې د پولیو واکسین کمپاین نن دوشنبه د جوزا په ۱۴مه په ټول افغانستان کې پیل شي.
دغه رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په ټول هېواد کې د پوليو واکسين کمپاين دغه پړاو به څو ورځې دوام وکړي.
په اعلامیه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د پوليو ناروغي پکې نه ده ختمه شوې.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و، چې سږ کال یې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي. تېر کال د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31894